د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې د حماس د هوايي ځواکونو قوماندان مراد ابو مراد د غزې په تړانګه کې د تېرې شپې په بریدونو کې وژل شوی دی.
په همدې حال کې په لوېدیځه برخه کې د اسراییل ځواکونو او معترضو فلسطینیانو ترمنځ د نښتې په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
د اسراییل د پوځ په وینا، ابو مراد د تلې په پنځلسمه نېټه پر اسراییل باندې د دغې ډلې د وژونکي برید لپاره د حماس د اورپکو په چمتو کولو کې مهم رول درلود.
د فلسطین د روغتیا وزارت په وینا، د جمعې په ورځ د تلې په ۲۱ مه په لویدیځه غاړه کې د اسراییل ځواکونو په برید کې ۱۶ فلسطینیان وژل شوي دي.
الجزیرې د ډي، پي، اې په حواله لیکلي دي، چې په دغه برید کې د دغه هېواد د پوځ تر څنګ د ښارګوټي مېشت یوشمېر اسراییليانو هم برخه لرله.
په لویدیځه غاړه کې د حماس لهخوا له برید وروسته د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۵۱ کسانو ته رسېدلی دی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی، چې د حماس له برید وروسته پر فلسطینیانو د اسراییل مېشتو ښارګوتو څخه هم بریدونه زیات شوي دي.
د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ (د تلې ۲۲مه) د سهار له ۱۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴ بجو پورې به پر غزې خپل بریدونه ودروي چې ولسي وګړي د دوو خوندي لارو څخه د غزې سویلي سیمو ته سفر وکړي.
تر دې مخکې اسراییل د غزې له خلکو غوښتي و، چې د غزې په شمال کې دې پر حماس ډلې د دوی له بریدونو د خوندي پاتې کېدو لپاره په دغې سیمې کې پاتې نه شي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بورل هم وویل چې، یوازې په یوه ورځ کې له شمالي غزې تړانګې څخه تر یو مېلیونه د ډېرو فلسطینیانو د اېستلو په برخه کې د اسراییل د پلان پلې کېدل ناشونې ده.
د اسراییل پوځ خبر ورکړ، چې د غزې په تړانګه کې د حماس وسلهوالو تر اوسه هم ۱۲۰ ملکیان یرغمل کړي دي.
د تلې په ۲۱مه په ملګرو ملتونو کې د روسیې سفیر د امنیت شورا په غونډه کې د غزې په تړانګه کې د بشردوستانه اوربند غوښتنه وکړه.
غزې تړانګې ته د اسراییل نفوذي ځواکونو له رسېدو وروسته، د امریکا پوځ هم منځني ختیځ ته د خپلو اېف ۱۵ جنګي جېټ الوتکو د رسېدو خبر ورکړ.