د اسراییلي پوځ ځمکنیو عملیاتو سره هم‌مهاله، د امریکا دفاع وزیر تل ابیب ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ تله ۲۲

د غزې پر تړانګه د اسراییلي پوځ د ځمکنیو بریدونو له پیلېدو سره سم، د امریکا د ملي دفاع وزیر لویډ اسټین اسراییل ته رسېدلی او د دغه هېواد له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو سره یې کتلي دي.

د اسراییل د دفاع وزارت د دغې لیدنې انځورونه خپاره کړي؛ خو د هغوی د خبرو په اړه یې جزییات نه دي ورکړي.

ښاغلي اسټین د جمعې په ماښام (د تلې ۲۱مه) له ښاغلي نتانیاهو سره تر لیدنې مخکې د اسراییل د دفاع له وزیر یواف ګالانټ سره وکتل.

تر دې مخکې داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې لویډ اسټین اسراییل ته سفر کوي چې له فلسطیني حماس ډلې سره په جګړه کې له اسراییل د امریکا ملاتړ اعلان کړي.

تر ده وړاندې د امريکا د بهرنيو چارو وزير انټوني بلېنکن هم په دې جګړه کې د اسراييل د ملاتړ لپاره دغه هېواد ته سفر کړى و.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د اسراییل له حکومته د خپل حکومت غوڅ ملاتړ اعلان کړ او پر اسراییل یې د حماس بریدونه «ترهګري» وبلله.

د امریکا دفاع وزیر په داسې حال کې اسراییل ته رسېدلی، چې د اسراییل پوځ اعلان وکړ چې د حماس د ځواکونو د "له منځه وړلو" لپاره د یوې اونۍ هوایي عملیاتو وروسته یې ځواکونه غزې تړانګې ته ننوتي دي.

په همدې حال کې اسراییل د غزې تړانګې په شمالي سیمو کې له یو مېلیون څخه زیاتو خلکو ته د سیمې د وتلو غوښتنه کړې ده.

نړۍوالو خبري اژانسونو د غزې تړانګې سویل ته د دغې سيمې د اوسېدونکو د حرکت خبر ورکړی دی.

نور خبرونه

رادیو