د ایران د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ، چې د غزې پر تړانګې د بریدونو دوام به د اسراییل پر ضد د نورو جبهو د رامنځته کېدو لامل شي.
حسین امیرعبداللهیان وویل چې، د فلسطین په مسله کې د ایران د اسلامی جمهوریت دریځ ثابت دی او هیڅ کله نه بدلیږي.
د اېرنا د راپور له مخې، ښاغلی عبدالهیان بیروت ته د رسېدو پر مهال وویل:« ځینو لویدیځو چارواکو وپوښتل، چې ایا د اسراییل خلاف نوې جبهې جوړیږي؟ ما وویل، چې په اوسني حالت کې د نورو جریانونو لهخوا د مقاومت هر احتمال شته.»
هغه همداراز د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) بغداد ته د خپل سفر او د عراق له لومړي وزیر محمد شیاع السوداني سره د کتنې په ترڅ کې وویل:« اسلامی جمهوریت د فلسطین د ملاتړ لپاره د اسلامی هېوادونو د هر اقدام هرکلی او ننګه کوي.»
حسین امیرعبداللهیان د غزې د تړانګې د کلابندۍ او اسراییلي ځواکونو ته د امریکا لهخوا د وسلو لېږلو ته په اشارې وویل:« په دغسې حالاتو کې هر ډول احتمالات پېښېدای شي او دا چې په سیمه کې د نویو پېښو شاهدان واوسو.»
د فلسطین له ملاتړ سره سره ایران اعلان وکړ، چې د حماس لهخوا د اسراییلو په وروستي برید کې ښکېل نه دی.
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وویل،« په سیمه کې هیڅوک د نویو جبهو د جوړېدو لپاره له موږه اجازې نه اخلي.»
د راپورونو له مخې، د غزې په تړانګه د اسراییل د بریدونو لړۍ روانه ده.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ټینګار کړی، چې دغه جګړه به د حماس په له منځه وړلو سره پای ته ورسیږي.