د روسیې ولسمشر د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې په بندیدو باندې ټینګار کوي او زیاتوي، چې پر غزه تړانګه د اسراییل ځمکنی برید د ملکیانو د نه منلو وړ وژنې سبب کیږي.
ولادیمیر پوتین د اسراییل لخوا د استوګنې په سیمو کې د درنو وسلو پر کارولو هم نیوکه وکړه.
د اسراييل پوځ د پنجشنبې په ورځ د ـ ميزاان ۲۰ مه- اعلان وکړ چې پر غزې د ځمکني بريد لپاره چمتووالی نيسي، خو تر اوسه يې د دې کار پرېکړه نه ده کړې.
د اسراییل د دفاع وزارت ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې د شمالي برخې تر یو میلیون زیات اوسېدونکي باید په ۲۴ ساعتونو کې له دغې سیمې جنوبي سیمو ته ولاړ شي.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دا ډول بې ځایه کېدل له "ناوړه بشري پایلو" پرته ممکن نه دي.
په وروستیو ورځو کې د اسراییل پوځ د غزې په ځینو برخو بمبارۍ کړې دي.