د رویټرز د راپور له مخې، په غزه کې له دوه مېلیونو زیات خلک اوبه او برېښنا نه لري او د اسراییل لهخوا د دغې سیمې د «بشپړې کلابندۍ» له امله پر خلکو د تېښتې لارې هم تړل شوې دي.
د غزې اوسېدونکو ویلي، چې د اسراییل د برید له امله د سیمې ډېرې ودانۍ او لارې ګودرې ویجاړې شوې او زرګونه کسان بې کوره شوي دي.
د اسراییل پر ځمکه د حماس وسلهوالو د توغندیزو بریدونو وروسته، د اسراییل د دفاع وزیر یواو گالانټ د غزې تړانګې «د بشپړې کلابندۍ» سپارښتنه کړې، چې پر مټ یې دغلته د «برښنا، خوړو او سون توکو» د لېږد مخه ونیول شي.
د فلسطین د روغتیا وزارت وايي، چې د غزې په تړانګه د اسراييل په بریدونو کې ۱۲۰۳ تنه فلسطینیان وژل شوي دي.
اسراییل ټایمز هم راپور ورکړی، چې د حماس د بریدونو په پایله کې ۱۳۰۰ اسراییلیان وژل شوي دي.
په غزه کې د سره صلیب نړۍ والې کمېټې ویاند ویلي، چې دا پلا د ولسي خلکو مرګ ژوبله «بې مخینې» ده.
رویټرز راپور ورکړی، چې په غزه کې د برېښنا د تولید یواځینۍ دستګاه چې برېښنا یې تولیدوله د چهارشنبې په ورځ د سون توکو د خلاصېدو له امله په ټپه ودرېده.
د غزې په سویل کې د روغتون مخې ته خلک د خپلو مړو د لېږدولو لپاره په لیکو کې ولاړ دي او د مړو شویو کسانو لپاره د ځای د کمي له امله مړي پر ځمکه کتار اېښودل شوي دي.
د غزې د روغتیا وزارت وایي، داسې اټکل کېږي چې په راتلونکو څو ورځو کې به د ټولو روغتونونو او روغتیايي مرکزونو برېښنا چې په سون توکو چلېدله پرې شي.
دغه وزارت ویلي، داسې وېره شته چې د ګنده اوبو د تصفیه کولو چارې به هم په ټپه ودرېږي او ورسره به ناولتیا ډېره او د ګڼو ناروغیو خپرېدو ته به لاره هواره شي.
له بله پلوه، د غزې او مصر تر منځ پوله د مصري چارواکو لهخوا تړل شوې او خلک وایي، چې په لومه کې راګیر شوي او د اسراییل د ځمکني برید څخه په وېره کې دي.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، په غزه کې تر دې دمه ۱۷۵ زره خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.