په شپږو ورځو کې د شپږ زره بمونو غورځول؛ د اسراییل په بریدونو کې ۱۵۳۷ فلسطینیان وژل شوي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۱

د غزې د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د شنبې ورځې راهیسې د اسراییل په هوايي بریدونو کې د ۵۰۰ ماشومانو او ۲۷۶ ښځو په ګډون لږ تر لږه ۱۵۳۷ فلسطینیان وژل شوي او ۶۶۱۲ نور ټپیان دي.

په ورته وخت کې اسراييل وايي، په شپږو ورځو کې يې د غزې پر تړانګه شپږ زره بمونه غورځولي دي.

په همدې حال کې د کان دولتي خبري شبکې راپور ورکړ چې، د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۳۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۳۳۰۰ نور ټپیان شوي چې له دې ډلې د ۳۵۰ کسانو ټپونه ژور دي.

اسراییل د حماس د ځپلو لپاره خپلو بریدونو ته دوام ورکړی او داسې ښکاري، چې دغه د کلابندۍ لاندې ګڼ مېشتې سیمو ته به ځمکني سرتېري واستوي.

له دې سره، د غزې تړانګې ته د یوه بشري دهلیز د پرانیستلو او د سولې د منځګړیتوب وړاندیزونه زیات شوي دي.

په وروستیو بدلونونو کې، د غزې د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې د غزې په شمال کې د جبالیا د کډوالو په ګڼ مېشته کمپ کې د اسراییلو پوځ د استوګنې پر ودانۍ بمباري کړې، چې لږ تر لږه ۴۵ کسان یې وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.

د اسراييلو د انرژۍ وزير وايي، تر هغه چې حماس ټول اسیران خوشې نه کړي غزې ته به برېښنا، تېل او بشري مرستې ونه رسېږي.

نور خبرونه

رادیو