د سپینې ماڼۍ ملي امنیت ویاند جان کربي د جمعې په ورځ - د تلې په ۲۱مه- وویل، چې د اسراییل له خوا د غزې په شمال کې له یو میلیون څخه زیاتو ملکي وګړو څخه دا غوښتنه، چې په ۲۴ ساعتونو کې دې له سیمې ووځي «ناشونی کار» دی.
د رویټرز په حواله، جان کربي له ایم ایس این بي سي سره په مرکه کې ویلي: «په دومره لنډ وخت کې دا زیات شمېر دی چې له سیمې دې ووځي».
هغه زیاته کړه: « موږ په دې پوهیږو چې دوی د څه شي هڅه کوي او ولې یې کوي. دوی غواړي چې له خپل هدف «حماس» څخه ملکي وګړي جلا کړي»
نوموړي وویل، چې د متحده ایالاتو او د مصر چارواکي له اسراییل سره په دې کار کوي چې په غزه کې ملکي وکړو ته -چې د ځمکې پر سر ترټولو د ګڼه ګوڼې سیمه ده او د ۲.۳ میلیونو کسانو کور دی- د خوندي تګ راتګ لارې چارې برابرې کړي.
سپینه ماڼۍ دا څرګندونې په داسې حال کوي، چې د اسراییل د دفاع وزارت ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی، چې د غزې په شمال کې مېشت یو مېلیون او سل زره کسان باید په ۲۴ ساعتونو کې له دغې سیمې سویلي سیمو ته ووځي.
د حماس چارواکو د غزې له شمالي سیمو څخه د شاوخوا ۱.۱ مېلیونو خلکو د اېستلو په اړه د اسراییل خبرداری یوه «رواني جګړه» بللې او د دې سیمې له اوسېدونکو یې غوښتي، چې ورته پاملرنه ونه کړي.
جان کربي وروسته په سي اېن اېن کې وویل: «څرګنده ده،چې موږ نه غواړو ملکي وګړي زیانمن شي. موږ له غزې څخه د خوندي وتلو ملاتړ کوو، او په دې کې د خلکو وړتیا هم شامله ده چې له سیمې په خوندي توګه ووځي».
کربي فلسطیناینو ته په اشارې سره وویل: « فلسطینیان هم قربانیان دي. هغوی دا هر څه نه دي غوښتي. هغوی حماس ته نه دي ویلي چې پر اسراییل دې برید وکړي».
کربي وویل، چې هغه د حماس دا ادعا نه شي تاییدولی، چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۱۳ تنه بندیان وژل شوي دي.
ملګرو ملتونو هم تر دې وړاندې ویلي و، چې دا ډول بې ځایه کېدل له «ناوړه بشري پایلو» پرته امکان نه لري.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک یادونه کړې وه:« د شمالي غزې د وتلو لپاره د اسراییل په حکم کې د ملګرو ملتونو ټول کارکوونکي او هغه کسان شامل دي، چې د سازمان په ودانیو کې یې پناه اخیستې ده».
په تېره یوه اوونۍ کې اسراییل پر غزه تړانګه تر ټولو سخت بریدونه کړي دي.
د اسراييل پوځ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې پر غزې د ځمکني بريد لپاره چمتووالی نيسي؛ خو تر اوسه يې د دې کار پرېکړه نه ده کړې.
د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته غځېدلې او لا هم روانه ده.