د حماس چارواکو د غزې له شمالي سیمو څخه د شاوخوا ۱.۱ مېلیونو خلکو د اېستلو په اړه د اسراییل خبرداری یوه «رواني جګړه» بللې او د دې سیمې له اوسېدونکو یې غوښتي، چې ورته پاملرنه ونه کړي.
ملګرو ملتونو تر دې وړاندې ویلي و، چې دا ډول ځای پر ځای کېدل له «ناوړه بشري پایلو» پرته امکان نه لري.
د اسراییل د دفاع وزارت ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې، د دغه سیمې په شمال کې مېشت یو مېلیون او سل زره کسان باید په ۲۴ ساعتونو کې له دغې سیمې سویلي سیمو ته ووځي.
د دغه خبر په غبرګون کې د حماس چارواکو د غزې اوسېدونکو ته په یوې خبرتیا کې له هغوی غوښتي، چې د اسراییل خبرداری له پامه وغورځوي.
تر دې مخکې د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک پر اسراییل غږ کړی و، د غزې له شمالي سیمو د وتلو امر دې لغوه کړي چې یو «له ناورینه ډک حالت» څخه مخنیوی وشي.
دوجاریک یادونه وکړه:« د شمالي غزې د وتلو لپاره د اسراییل په حکم کې د ملګرو ملتونو ټول کارکوونکي او هغه کسان شامل دي، چې د سازمان په ودانیو کې یې پناه اخیستې ده.»
په تېره یوه اوونۍ کې د غزې په تړانګې د اسراییل تر ټولو سخت بریدونه شوي دي.
د اسراييل پوځ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) اعلان وکړ، چې پر غزې د ځمکني بريد لپاره چمتووالی نيسي؛ خو تر اوسه يې د دې کار پرېکړه نه ده کړې.
د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته غځېدلې او لا هم روانه ده.