بنیامین نتنیاهو: دغه جګړه په چورلت ډول د حماس په له‌منځه وړلو سره پای مومي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۱

د اسراييل لومړی وزیر وايي، هېواد به يې د هغه په ټکو «د حماس وحشي ترهګره ډله» له‌منځه يوسي.

بنیامین نتنیاهو حماس ډله د داعش په څېر بللې او ویلي یې دي:« دغه جګړه زموږ د کور جګړه ده او باید د حماس په له‌منځه وړلو سره پای ته ورسېږي.»

د اسراییل لومړي وزیر دغه څرګندونې د دغه هېواد د پارلمان په غونډه کې د ملي بېړني حکومت د جوړېدو په اړه د رایې ورکولو پر مهال وکړې.

د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه اوومې ورځې ته وغځېده او لا هم دوام لري.

تر دې وړاندې د اسراییل د دفاع وزارت ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی و، چې د دې سیمې په شمال کې مېشت یو مېلیون او سل زره کسان باید په ۲۴ ساعتونو کې له دغې سیمې سویلي سیمو ته ووځي.

د حماس چارواکو د اسراییل دغه خبرداری د غزې له شمالي سیمو د شاوخوا ۱.۱ مېلیونو خلکو اېستل «رواني جګړه» بللې او د دغې سیمې له خلکو یې غوښتي، چې دغه خبرداري ته دې پاملرنه نه کوي.

نور خبرونه

رادیو