ملګرو ملتونو د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې په غزه کې پنځوس زره مېندواره مېرمنې روغتیایي اسانتیاوو او پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري او روغتونونو ته هم د دوی ورتګ له ستونزو ډک دی.
د دغه راپور له مخې، له دغه شمېر مېرمنو څخه به ۵۵۰۰ یې په راتلونکې میاشت کې ماشومان وزېږوي.
د ملګرو ملتونو د جنسي روغتیا او زېږون ادارې اعلان وکړ چې، په غزه کې د ایسارو مېرمنو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښنه لري.
د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر هم وايي، د غزې په تړانګه کې د اسراییل له بریدونو او کلابندۍ وروسته ډېری خلک د څښاک اوبه نه لري.
د دغې ادارې په وینا، یو شمېر کسان د سیند اوبه څښي.
برسېره پر دې روغتیایي اسانتیاوې خورا کمې شوې، د طبي توکو زېرمې په ختمېدو دي او روغتونونو ته لاسرسی ستونزمن شوی دی.
ملګري ملتونه وايي، په راتلونکې میاشت کې ۵۵۰۰ ښځې د زېږون لپاره هڅه کوي چې لومړني او اړین روغتیايي خدمتونه ترلاسه کړي.
د ملګرو ملتونو ویاند سټېفن دوجاریک پر اسراییل غږ کړی، چې د غزې له شمالي سیمو د وتلو امر دې لغوه کړي چې د «ناوریني حالت» مخه ونیول شي.