رویټرز: سعودي عربستان له اسراییل سره د اړیکو عادي کول ځنډولي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۱

رویټرز د دوو باخبره سرچینو په حواله لیکلي، چې سعودي عربستان له اسراییل سره د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې اترې ځنډولې دي.

دا پرمختیا ښیي چې د اسراییل او حماس ترمنځ د جګړې له زیاتیدو وروسته سعودي عربستان د خپل بهرني سیاست لومړیتوبونه بدل کړي دي.

د اسراییل او حماس ترمنځ د شخړو زیاتوالي سعودي عربستان اړ کړی چې د ایران له اسلامي جمهوریت سره تعامل وکړي.

د سعودي ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د نښتو له پراخیدو وروسته د ایران له ولسمشر ابراهیم رییسي سره ټلیفوني خبرې وکړې.

دا ټلیفوني اړیکه په داسې حال کې نیول شوې، چې ریاض هڅه کوي په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتیدو مخه ونیسي.

دوو باخبره سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، د امریکا په ملاتړ له اسراییل سره د سعودي عربستان د اړیکو د عادي کولو خبرې به وځنډېږي.

د اکټوبر په اوومه د حماس له خوا پر اسراییل له برید مخکې، د سعودي عربستان او اسراییلي مشرانو ویلي وو پر داسې هوکړه کار کوي چې منځنی ختیځ بدلولی شي.

په تېرو څو ورځو کې په غزه تړانګه کې د فلسطيني ملکي وګړو د وژل کېدو د انځورونو خپرېدو په بېلابېلو هېوادونو کې مسلمانان غوسه کړي دي.

یوې باخبرې سرچینې رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې دا مهال د خبرو دوام ممکن نه دی. د دغې سرچينې په وينا، د خبرو اترو پر مهال بايد د فلسطين مسله د خبرو لومړيتوب وي.

رویټرز خبري اژانس لیکلي چې د سعودي عربستان حکومت تر اوسه په رسمي توګه له اسراییل سره د خبرو اترو په اړه د دې رسنۍ پوښتنو ته ځواب نه‎ دی ویلی.

نور خبرونه

رادیو