د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اسراییل ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ تله ۲۰

په داسې حال کې چې د حماس او اسراییل تر منځ جګړه په درز کې روانه ده، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن اسراییل ته ورسېد.

په پام کې ده، چې هغه به د اسراییل له لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو او د فلسطین د ادارې له مشر محمود عباس سره وویني.

د اسراییل د الین رسنۍ د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰ مه) راپور ورکړ، چې امریکا ویلي له اسراییلو څخه به ننګه او ملاتړ کوي.

ښاغلي بلېنکن د هغه هېواد د خلکو له یوه روښانه پیغام سره اسراییل ته ځي او هغه پیغام دا دی، چې امریکا د اسراییل تر څنګ ولاړه ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ټینګار لاره، امریکا باید ډاډ تر لاسه کړي چې اسراییل د خپلې دفاع لپاره لازم وسایل په واک کې لري که څنګه؟

ښاغلي بلنکېن د دې په اړه چې ایا د بایډن دولت له اسراییل غوښتي، چې د حماس د بریدونو پر وړاندې له زغمه کار واخلي وویل: «موږ پوهېږو، چې اسراییل به ټول لازم احتیاطي ګامونه واخلي هماغسې چې موږ یې اخلو.»

د حماس له برید وروسته، اسراییل د غزې په تړانګه هوایي بریدونه پیل کړي او دغه سیمه یې کلابنده کړې چې د «برېښنا، خوړو او سون توکو» د لېږد مخه ونیسي.

نور خبرونه

رادیو