سوریه: اسراییلي توغندي د دمشق او حلب پر هوايي ډګرونو لګېدلي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۰

د سوریې پوځي سرچینې وايي، چې اسراییلي ځواکونو د پنجشنبې په ورځ (د تلې ۲۰مه) د پلازمینې دمشق او حلب ښار په شمال کې هم مهاله پر هوایي ډګرونو د توغندیو بریدونه کړي.

دغه سرچینې وايي، چې د بریدونو له امله یې د دواړو هوايي ډګرونو خدمات ځنډېدلي دي.

سانا خبري اژانس د سوریې د پوځي سرچینې په حواله وایي، چې په هم مهاله توګه دوه توغندي په دوو هوايي ډګرونو لګېدلي دي، چې د دې سرچینې په وینا دا یوه هڅه وه چې د نړۍ پام په غزه کې د حماس وسله والو سره د اسراییل له جګړې واړوي.

د اسراییل پوځ ویلي، چې د داسې راپورونو په اړه تبصره نه کوي.

اسراییل له کلونو راهیسې د حلب او دمشق هوایي دګرونو په شمول په سوریه کې هغه څه چې د ایران له موخو سره تړلي دي په نښه کوي.

سرچینې وایي، چې په هوايي ډګرونو د بریدونو موخه سوریې ته د ایران د اکمالاتي لارو د ګډوډولو په موخه دي، پر سوریه د تهران نفوذ وروسته له هغه زیات شو، چې د ۲۰۱۱ میلادي کال په کورنۍ جګړه کې یې له ولسمشر بشارالاسد څخه دغه هېواد خپل ملاتړ پیل کړ.

دا بریدونه د پنجشنبې په ورځ په داسې حال کې شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان سوریې ته تللی و.

بل خوا د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکین اسراییل ته تللی، چې اسراییلي حکومت ته د امریکا د ملاتړ ډاډ ورکړي.

اسراییل ژمنه کړې، چې د حماس وسلواله ډله به له منځه وړي او پر اسراییلو د حماس د تاریخي خونړي برید بدل به اخلي.

تهران د حماس د بریدونو ملاتړ کړی؛ خو تر شا یې لاس لرل رد کړي.

اسراییلي سرتیرو د سې شنبې په ورځ د سوریې په لور توپونه او توغندي ور ویشتي؛ په ځواب کې یې سوریې له سویل څخه د اسراییل سرحدي پوستې په راکټونو په نښه کړې دي.

نور خبرونه

رادیو