وروسته له هغې چې د روان کال په مارچ میاشت کې د جرمونو نړۍوالې محکمې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د نیولو حکم وکړ، پوتین نن پنجشنبه «د تلې ۲۰مه» په خپل لومړني سفر د قرغزستان پلازمینې بشکیک ته ورسېد.
د هالنډ په هاګ کې د جرمونو نړۍوالې محکمې «ICC» د اوکراین له جنګ وروسته ولادیمیر پوتین د اوکرایني ماشومانو په “غیر قانوني ویستلو” تورن او د نوموړي د نیولو حکم یې صادر کړ.
له دغه اعلان وروسته کرملین ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې روسیه لکه د یو شمېر نورو هېوادونو په څېر د دغې محکمې واک او ځواک په رسمیت نه پېژني او له همدې امله د دغې محکمې پرېکړې باطلې دي.
خو پوتین نن له اوږده ځنډه وروسته بشکیک ته د “ ګډو ګټو” د خپلواکو هېوادونو د مشرانو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره قرغزستان ته رسېدلی دی.
له دې غونډې وروسته ټاکل شوې ده، چې نوموړی به په راتلونکې اونۍ کې د «یو کمربند او یوې لارې» په درېیم فورم کې د ګډون لپاره د چین پلازمېنې بېجینګ ته لاړ شي.
قرغزستان او چین تر دا مهاله د جرمونو د نړۍوالې محکمې تعهد لیک نه دی لاسلیک کړی او دغه محکمه په رسمیت نه پېژني.