د برېټانیا یوه هوايي شرکت تل ابیب ته خپلې ټولې الوتنې وځنډولې

AP ۱۴۰۲ تله ۲۰

د برېټانیا هوايي شرکت (برېټیش ایروېز) اعلان وکړ چې په اسراییل کې یې د امنیتي اندېښنو له امله تل ابیب ته ټولې الوتنې وځنډولې.

ورجین اتلانتیک هم وايي چې د مساپرو او عملې د خوندیتوب له امله به د راتلونکو ۷۲ ساعتونو لپاره تل ابیب ته ټولې الوتنې ودروي.

د چهارشنبې په ورځ د برېټانیا د هوايي چلند یوه الوتکه د امنیتي اندېښنو له کبله بېرته لندن ته ستنه شوه.
د اسراییل د هوايي ډګرونو د ادارې یوه ویاند ویلي چې د برېټانیا د هوايي چلند الوتکه د تل ابیب شاوخوا په هوا کې وه چې نږدې په هوا کې توغندي هم را روان و، خو الوتکې یا بن ګوریون هوايي ډګر ته سملاسي کوم ګواښ نه و.
هغه وویل چې، «دا د پیلوټ پرېکړه وه چې برېټانیا ته بېرته ستون شي خو نورې الوتنې نه دي بدلې شوې.»
په همدې حال کې پر اسراییل باندې د حماس له وژونکو بریدونو وروسته، حکومتونو او هوايي شرکتونو له اسراییل څخه د خپلو وګړو د ایستلو لپاره د الوتنو شمېر زیات کړی دی. له بلې خوا، اسراییلي هوايي شرکتونو اسراییل ته د ریزرف ځواکونو د استولو غوښتنه کړې ده.
د اسراییل پوځ خپل درې لکه نور ریزرف ځواکونه سیمې ته استوي، چې پر غزې د اسراییل د ځمکني برید احتمال یې زیات کړی دی.

نور خبرونه

رادیو