جرمني غواړي د کډوالو د اېستلو بهیر چټک کړي

AP ۱۴۰۲ تله ۲۰

د جرمني د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ په یوې وینا پاڼه کې ویلي چې، غواړي د هغو کډوالو د اېستلو بهیر اسانه او چټک کړي، چې جرمي مخینه لري.

د پناه غوښتونکو په شمېر کې د پام وړ زياتوالي سره سم، جرمني دغه هېواد ته د بې قانونه کډوالۍ د مخنيوي د لارو چارو په لټه کې دى.

د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۳ کال په لومړیو اوو میاشتو کې په جرمني کې د پناه اخیستلو غوښتنې د تېر کال پرتله ۷۸ سلنه زیاتې شوې دي.

د جرمني د کورنیو چارو وزیرې نانسي فایزر ویلي، کابینې ته یې د تګلارې یوه مسوده وړاندې کړې چې له مخې به یې د کډوالو په ځانګړې توګه د مجرمینو د اېستلو امکان د پخوا پرتله ګړندی شي.

نوموړې په یوې خبرپاڼه کې ویلي،« هر هغه کس چې په جرمني کې د پاتې کېدو حق نه‌لري باید دغه هېواد پرېږدي.»

د دغې تګلارې له مخې، بندیانو ته به د دوی د شړلو په اړه خبر نه ورکول کېږي او د شړل شویو کسانو د بند موده به له لسو څخه ۲۸ ورځو ته زیاته شي.

له دې سره، د هغو کسانو اېستل به چې لږ تر لږه په یوه کال بند محکوم شوي، اسانه شي.

برسېره پر دې، ښايي کورونه د خلکو د هویت د روښانه کېدو په موخه وپلټل شي.

د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې پر دې تګلارې د ایالتي حکومتونو په کچه بحثونه شوي او تمه ده چې ژر تصویب شي.

تېره میاشت جرمني د خپلو پولو د کنټرول لپاره سخت ګامونه پورته کړل، چې د پناه غوښتونکو د ناقانونه ننوتلو مخه ونیسي.

له دغه ګام وروسته، د منځنۍ او ختیځې اروپا هېوادونو هم پر خپلو پولو کنټرول زیات کړی.

نور خبرونه

رادیو