د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او کار ادارې (اونروا) اعلان وکړ، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بریدونو کې تر اوسه د دوی ۱۲ کارکوونکي وژل شوي دي.
په ورته وخت کې د فلسطین د ادارې مشر د غزې په تړانګې او اسراییل کې د ملکیانو وژنه وغندله.
محمود عباس د پنجشنبې په ورځ (د تلې په ۲۰مه) د حماس او اسراييلو ترمنځ په جګړه کې د ملکي وګړو وژل او پر هغوی بريدونه وغندل او ویې ویل، چې دا ډول کړنې نړۍوال، اخلاقي او ديني قوانين نقضوي.
الجزیرې د فلسطیني چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې پر غزې د اسراییلو په بریدونو کې ۱۴۱۷ فلسطینیان وژل شوي او تر ۶۰۰۰ زیات ټپیان دي.
د اسراییل له لوري د وژل شویو کسانو شمېر له ۱۲۰۰څخه اوښتی، چې ډېری یې ولسي وګړي دي.
د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د تلې په ۱۵مه پر اسراییلو د حماس له حملې وروسته تر دې دمه د غزې تړانګه یې له شپږ زرو زیاتو بمونو په وسیله چې وزن یې شاوخوا څلور زره ټُنه دی، په نښه کړې.