جوبایډن: حماس ډلې یو شمېر امریکايي وګړي برمته کړي دي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۹

د امریکا ولسمشر جوبایډن وايي، چې د حماس وسلوالې ډلې له خوا پر اسراییل د برید په پایله کې یادې ډلې یو شمېر امریکايي وګړي برمته کړي دي.

نوموړي په دغه پېښه کې د څوارلسو امریکايي وګړو د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.

نوموړي د شنبې په ورځ ( د اکټوبر ۷مه) د حماس ډلې برید غندلی او دغه برید یې د “بشپړ شر” په نامه یاد کړی دی.

بایډن پر اسراییل د حماس ډلې برید له اسلامي دولت وسلوالې ډلې(داعش) سره پرتله کړی او ویلي یې دي، چې دا برید یو ټکان ورکوونکی برید و.

د نوموړي په خبره، چې د دغه برید په اړه د امریکا د متحده ایالاتو هوډ او دریځ روښانه دی.

هغه وویل: " پرته له شکه امریکا د اسراییل تر شاه ولاړه ده او موږ به دا باوري کوو، چې د اسراییل یهودي او جمهوري رياست هم اوسمهال او هم په راتلونکې کې د ځان دفاع کولای شي”.

په ورته وخت کې د تېرې دوشنبې په ورځ د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال چارلس کیو براون د ایران اسلامي جمهوریت ته خبرداری ورکړ، چې د حماس او اسراييل ترمنځ په جګړه کې دې مداخله نه کوي.

سپینې ماڼۍ پر اسرایيل د برید په تنظیمولو کې د حماس سره ایران په لاس لرلو تورن کړی؛ خو ایران دغه تورونه رد کړي دي.

د امریکا د پوځ لوی درستیز د خبریالانو یوې وړې ډلې ته وویل: «موږ غواړو یو ډېر قوي پیغام واستوو. موږ نه غواړو چې دا شخړه خپره شي او نظر دا دی، چې ایران باید دا پیغام په لوړ او روښانه توګه ترلاسه کړي".

د نښتو په څلورمه ورځ د اسراییل دفاعي ځواکونو پر خپلې اېکس پاڼې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) اعلان وکړ چې د حماس په بریدونو کې تر 900 ډېر اسراییل وژل شوي دي.

بل خوا د فلسطین د روغتیا وزارت هم ویلي، چې پر غزې د اسراييل په بریدونو کې ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

د اسراييل دفاعي ځواکونو هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې د دغه هېواد ۲۷۴۱ اتباع ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ د اسراییل په ځوابي بریدونو کې ۳۹۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.

اسراييل ویلي، چې حماس پر دغه هېواد تر ۴۵۰۰ډېر راکټونه توغولي او ۱۳۵۲ هدفونه یې په نښه کړي دي.

ټایمز اف اسراییل راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ تېره شپه هم د غزې په تړانګه کې تر ۲۰۰ زیاتې نقطې په نښه کړې دي.

په هغه چارټ کې چې د اسراييل د دفاعي ځواکونو له خوا خپور شوی، پکې ویل شوي چې تر اوسه ۵۰ اسراييلي کورنۍ خبرې شوي، چې د دوی غړي د حماس ځواکونو یرغمل کړي دي.

په ملګرو ملتونو کې د اسراييل استازي ګيلاد اردان هم ويلي، چې اوسمهال د غزې په تړانګه کې له سلو څخه تر ١٥٠ پورې اسراييل اوسیدونکي د حماس د وسله والو له خوا بنديان دي.

د اسراييل د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ (میزان ۱۷مه) د غزې د بشپړې کلابندۍ امر وکړ او همداراز یې هلته د خوراکي توکو، برېښنا او سون توکو د انتقال د مخنیوي امر وکړ.

ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو په پایله کې ۷۹۰ کورونه ویجاړ شوي، ۵۳۰۰ ودانۍ زیانمنې شوي او ۴۰۰ زره خلکو د اوبو سرچینو ته لاسرسی پرې شوی دی.

نور خبرونه

رادیو