امریکا یو ځل بیا له اوکراین سره د ۲۰۰ میلیونه ډالرو پوځي مرستې اعلان وکړ

AP ۱۴۰۲ تله ۱۹

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن نن چهارشنبه ( د تلې ۱۹مه) په بروکسل کې د امریکا په مشرۍ د اوکراین د نړۍوالو ملاتړو د اړیکو د ډلې په دوه ورځنۍ غونډه کې د دغو ۲۰۰ میلیونه پوځي مرستو اعلان وکړ.

دا د امریکا په کانګرس کې له اوکراین سره د مرستو د کموالي له کړکېچ وروسته لومړۍ د پوځي مرستو بسته ده، چې د امریکا د دفاع وزیر یې اعلانوي.

نوموړي ویلي، چې په دې مرستو کې به هوایي مدافع، توغندي، د توپچي مهمات او د زرې ټانکو ضد سیستم شامل وي.

د امریکا د دفاع وزیر په دغه غونډه کې له اوکراین سره د امریکا د دوامدارو مرستو ژمنه وکړه او ویې ویل، چې د اوکراین په دفاع کې به له دوی همکار پاتې شي.

امریکا له اوکراین سره د روسیې د برید له پیل راهیسې نېږدې ۴۴ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې، چې ټانکونه، راکټونه او په میلیونونو مرمۍ پکې شاملې دي.

نور خبرونه

رادیو