په داسې حال کې چې د حماس او اسراییل تر منځ نښتې دوام لري، د ترکیې ولسمشر په غزه کې د اسراییل پر پوځي عملیاتو نیوکه وکړه او دا یې ټولوژنه وبلله.
رجب طیب اردوغان وویل، چې دا بریدونه به د نړۍ په عامه افکارو کې د اسراییل دریځ کمزوری کړي.
د ترکیې ولسمشر وویل: «د اوبو بندول، د بنسټونو ویجاړول، پر عبادت ځایونو او ملکي وګړو بریدونه جګړه نه، بلکې ټولوژنه ده».
په همدې حال کې د اروپايي کمېسیون مشرې اورزولا فن در لاین پر اسراییل باندې د حماس بریدونه «یو ناوړه عمل» بللی او ویلي یې دي، چې دا بریدونه د یهودیانو ضد «د یوه تاریخي شرارت» ښکارندويي کوي.
هغې زیاته کړه، چې د حماس د برید قربانیان یوازې په دې خاطر په نښه شوي، چې دوی «یهودیان وو او په اسراییل کې اوسېدل».
فن در لاین همداراز اعلان وکړ، چې له فلسطین سره د اروپايي ټولنې مرستې باید له سره وڅیړل شي.
د حماس د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې د غزې پر تړانګې د اسراییل په بریدونو کې ۱۰۵۵ کسان وژل شوي او تر ۵۱۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي دي.
د حماس په برید کې د وژل شویو اسراییلیانو شمېر له ۱۲۰۰ کسانو واوښت او تر درې زرو زیات اسراییلیان هم ټپیان شوي دي.