د غزې تر بشپړې کلابندۍ وروسته، حماس وايي چمتو دي چې له اسراییل سره پر اوربند خبرې وکړي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۸

د حماس یوه جګپوړي چارواکي د دوشنبې په ورځ وویل دا ډله چمتو ده چې له اسراییل سره د احتمالي اوربند په اړه خبرې وکړي. هغه وویل چې حماس «خپلې موخې ترلاسه کړې دي.»
په همدې حال کې د اسراییل لومړي وزیر ویلي چې د حماس بریدونو ته د دغه هیواد ځواب به «منځنی ختیځ بدل کړي.»

موسی ابو مرزوق د دوشنبې په ورځ الجزیرې تلویزیون ته د حماس د اوربند د چمتووالي په غبرګون کې وویل چې دوی «دا ډول یو څه» او «هر ډول سیاسي خبرو اترو» ته چمتو دي.
غزه بشپړه کلابنده ده او د اسراییل تر سختو ډزو لاندې ده او داسې ښکاري چې دغه هیواد غزې ته د ننوتلو او په دې سیمه کې له حماس او نورو فلسطیني وسله والو ډلو سره د نښتې لپاره تیاری نیسي.
د اسراییل امنیتي ځواکونه تر اوسه په دې نه دي توانیدلي چې د حماس ټول هغه جنګیالي ونیسي او یا یې ووژني چې دغه هیواد ته ننوتي دي.
د حماس په راکټي بریدونو کې تر ۹۰۰ زیات اسراییلي وګړي وژل شوي دي. کتونکو د حماس له خوا دغه ناڅاپي او بې ساري بریدونه د اسرایل لپاره یوه لویه استخباراتي ناکامي ګڼلې او دا یې پر دغه هېواد د «سپټمبر د یوولسمې بریدونه» بللي دي.
د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د حماس سره د اسراییل جګړه به «اوږده او ستونزمنه» وي. د هغه حکومت د پوځ درې لکه ریزرف ځواکونه د خدمت لپاره راغوښتي دي.
د صدراعظم د دفتر د یوه بیان له مخې، ښاغلي نتنیاهو د دوشنبې په ورځ د غزې سره پر پوله د سیمو ښاروالانو ته وویل چې د حماس پر وړاندې د اسراییل څو اړخیز ځواب به «منځنی ختیځ بدل کړي.»
په خبرپاڼه کې د هغه د څرګندونو ډیر جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت هم په یوه ګواښونکي غږ ویلي دي چې په غزې تړانګه کې د اسراییل ځواب به تر راتلونکو ۵۰ کلونو پورې په یاد وي او حماس به د دې جګړې په پیلولو پښېمانه وي.

هغه د یکشنبې په ورځ وویل: «هغه لوړه بیه چې د غزې تړانګه به یې پرې کړي یوه ډیره درنه بیه وي چې د نسلونو لپاره به په حقیقت بدله شي.»
اسراییل په تېره یوه لسیزه کې په غزه کې د حماس پر وړاندې څو بریدونه کړي، خو نه دي توانېدلي چې دغه ډله او نورې ملېشې کمزورې او ماتې کړي.

نور خبرونه

رادیو