د سعودي عربستان ولیعهد: موږ د فلسطین د خلکو تر څنګ یو او د هغوی د مشروع حقونو په لټه یو

AP ۱۴۰۲ تله ۱۸

د سعودي عربستان ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان ویلي، هېواد یې د فلسطیني ولس تر څنګ ولاړ دی، چې د دوی مشروع حقونه تعقیب کړي.

نوموړي دغه موضوع د فلسطیني ادارې له مشر محمود عباس سره په ټیلیفوني خبرو کې مطرح کړه.

د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د محمد بن سلمان له قوله لیکلي، چې هېواد یې د فلسطین د خلکو تر څنګ ولاړ دی، چې د هغوی د حقونو، عزت او دایمي سولې او پر امنه ژوند د ترلاسه کولو لپاره هڅې وکړي.

محمد بن سلمان همداراز محمود عباس ته د حماس او اسراييل تر منځ له جګړې وروسته مخ په خرابېدو وضعیت د ملکیانو ژوند او د سیمې امنیت او ثبات ته ګواښ بللی دی.

دسعودي عربستان ولیعهد زیاته کړه، چې هېواد یې له نړۍوالو او سیمه ییزو خواو سره د اړیکو د ټینګولو او په سیمه کې د تاوتریخوالي د کمولو او د هغې د خپرېدو د مخنیوي لپاره هر اړخیزې هڅې کوي .

محمد بن سلمان همداراز د نړۍوالو بشردوستانه قوانینو د رعایتولو او د ملکیانو په نښه کولو څخه د مخنیوی پر اهمیت ټینګار کړی دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د فلسطیني ادارې مشر هم د سعودي عربستان د «متوقع دریځونو» او «د فلسطین د خلکو تر څنګ د درېدو» ستاینه کړې ده.

د وروستیو شمېرو له مخې؛ د حماس او اسراییلو ترمنځ په جګړو کې تر ۹۰۰ ډېر اسراییلیان او ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.

پر اسراييل د حماس ډلې برید په داسې حال کې شوی، چې د دغه هېواد او سعودي عربستان ترمنځ د اړیکو د عادي کولو هڅې روانې دي.

نور خبرونه

رادیو