د نښتو په څلورمه ورځ د اسراییل دفاعي ځواکونو پر خپلې اېکس پاڼې د سې شنبې په ورځ (د میزان ۱۸مه) اعلان وکړ چې د حماس په بریدونو کې تر 900 ډېر اسراییل وژل شوي دي.
بل خوا د فلسطین د روغتیا وزارت هم ویلي، چې پر غزې د اسراييل په بریدونو کې ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
د اسراييل دفاعي ځواکونو هم ویلي، چې په دغو بریدونو کې د دغه هېواد ۲۷۴۱ اتباع ټپیان شوي دي.
د فلسطین د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې؛ د اسراییل په ځوابي بریدونو کې ۳۹۰۰ فلسطینیان ټپیان شوي دي.
اسراييل ویلي، چې حماس پر دغه هېواد تر ۴۵۰۰ ډېر راکټونه توغولي او ۱۳۵۲ هدفونه یې په نښه کړي دي.
ټایمز اف اسراییل راپور ورکړی، چې د دغه هېواد پوځ تېره شپه هم د غزې په تړانګه کې تر ۲۰۰ زیاتې نقطې په نښه کړې دي.
په هغه چارټ کې چې د اسراييل د دفاعي ځواکونو له خوا خپور شوی، پکې ویل شوي چې تر اوسه ۵۰ اسراييل کورنۍ خبرې شوي، چې د دوی غړي د حماس ځواکونو یرغمل کړي دي.
په ملګرو ملتونو کې د اسراييل استازي ګيلاد اردان هم ويلي، چې اوسمهال د غزې په تړانګه کې له سلو څخه تر ١٥٠ پورې اسراييل اوسیدونکي د حماس د وسله والو له خوا بنديان دي.
د اسراييل د دفاع وزیر د دوشنبې په ورځ (میزان ۱۷مه) د غزې د بشپړې کلابندۍ امر وکړ او همداراز یې هلته د خوراکي توکو، برېښنا او سون توکو د انتقال د مخنیوي امر وکړ.
ملګرو ملتونو هم راپور ورکړی، چې پر غزې د اسراییل د بریدونو په پایله کې ۷۹۰ کورونه ویجاړ شوي، ۵۳۰۰ ودانۍ زیانمنې شوي او ۴۰۰ زره خلکو د اوبو سرچینو ته لاسرسی پرې شوی دی.
په ورته وخت کې اسوشېټېډ پرېس د اسراییل چارواکو له قوله راپور ورکړی، چې تر اوسه په اسراييل کې د حماس وسله والو تر ۱۵۰۰ ډېر مړي موندل شوي دي.