په ډنمارک کې د فلسطین سفیر مانویل هساسیان له افغانستان انټرنشنل سره په ځانګړې مرکه کې ویلي، چې له اسراییل سره روانه جګړه "د بقا لپاره ده او باید مقاومت وکړو".
هغه وویل، چې نړۍواله ټولنه د اوکراین د اشغال د مخنیوي لپاره هر څه کوي؛ خو د فلسطین په مساله کې بې غوره ده.
مانویل هساسیان زیاته کړه، چې له تېرو ۵۶ کلونو راهیسې فلسطینیان تر اشغال لاندې دي او هره ورځ فلسطیني ښځې او ماشومان وژل کېږي.
په ډنمارک کې د فلسطین سفیر په نړۍواله ټولنه نیوکه وکړه او ویې ویل: "هیچا دا پوښتنه نه ده کړې، چې فلسطینیان ولې تر اشغال لاندې دي او ولې ځوریږي؟".
د هغه په وينا؛ اوس هم نړۍواله ټولنه يو طرفه نظر لري.
هغه څرګنده کړه: "نړۍواله ټولنه د اسراییل په اړه اندېښمنه ده؛ خو د وژل شویو فلسطینیانو په اړه نه."
هغه اسراییل په فلسطین کې په «نسل وژنه» تورن کړ او ویې ویل، چې غزه له ۱۶ کلونو راهیسې تر محاصرې لاندې ده.
مانویل هساسیان اسراییل تورن کړ او ټینګار یې وکړ: "تاسو د غزې له خلکو او مقاومت څخه څه تمه لرئ؟ کله چې هغوی وژل کیږي او بمباریږي".
د حماس وسله والې ډلې د شنبې په ورځ (د میزان ۱۵مه) په اسراییل کې د پوځي عملیاتو د پیلولو اعلان وکړ او وویل چې پر اسراییل یې ۵۰۰۰ توغندي توغولي دي.
د ورکړل شویو شمېرو له مخې؛ په دې جګړه کې تر ۹۰۰ ډېر اسراییل او ۷۰۴ فلسطینیان وژل شوي دي.
د ایران اسلامي جمهوریت چارواکو د حماس له خوا د دې عملیاتو هرکلی کړی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت د بنسټګر لمسي حسن خمیني پر اسراییل د حماس برید خورا لوی کار وباله او ویې ویل، د لومړي ځل لپاره د فلسطینیانو دفاعي جبر په جارحانه ظلم بدل شو.
هغه زیاته کړه: "دا د خوښۍ ځای دی چې یو مظلوم وګړی په خپلو پښو ودرېد".
په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي اعلان وکړ، چې ایران پر اسراییل د حماس په حمله کې لاس لري.
په ډنمارک کې د فلسطین سفیر د افغانستان انټرنشنل د خبریال د سوال په غبرګون کې ویلي، چې نه پوهېږي، چې ایا حماس پر اسراییل په برید کې د ایران اسلامي جمهوریت ملاتړ لري او که نه.
هغه په همدې حال کې وویل: "زه پوهیږم چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د فلسطین له خلکو او د مقاومت له غورځنګ څخه ملاتړ کړی دی".
د اسراییل د دفاع وزیر یوف ګالانت د دوشنبې په ورځ (د میزان په۱۷مه) د غزې تړانګې ته د «بشپړې محاصرې» امر وکړ، تر څو د «برېښنا، خوراکي موادو او سون موادو» د انتقال مخه ونیسي.
په ډنمارک کې د فلسطین سفیر وویل، چې اسراییل اراده د غزې "بشپړه تباهي" ده، دوی غواړي چې فلسطینیان مجبور کړي، چې د سینا صحرا ته لاړ شي او د فلسطین مساله له منځه یوسي.
مانویل هساسیان ټینګار وکړ: "موږ له نړۍوالې ټولنې څخه غواړو، چې د سرحدونو د خلاصولو لپاره ژر تر ژره اقدام وکړي او بیا غزې ته خوراکي توکي، درمل او نورې مرستې ورسوي.
هغه د اسراییلو کړنې د "ټولیزې سزا" سره پرتله کړې او ویلي یې دي، چې دا په هېڅ صورت د منلو وړ نه ده، چې د اسراییل نظامي ټانکونه او د هغوی ځواکونه د اف -۱۶ په واسطه د جنګیالیو سره ملکي وګړي په نښه کړي.