فرانسوي چارواکو د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ، چې له نیجر څخه یې د دغه هېواد د ځواکونو د ویستلو عملیات پیل کړي دي. د فرانسې د پوځ د لوی درستیز ویاند ویلي دي، چې د سرتیرو لومړۍ ډله له نیجر څخه وتلې ده.
د فرانس ۲۴ټلویزیوني چینل د راپور له مخې؛ د نیجر د کودتا پلانوونکو فرانسه د دغه هېواد په کورنیو چارو کې د لاسوهنې په هڅو تورنه کړې ده.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون مخکې ویلي وو، چې له نیامي څخه به خپل سفیر او نور ډېپلوماټان راوباسي او د روان کال تر پایه به خپل ځواکونه له نیجر څخه وباسي.
فرانسه په نیجر کې شاوخوا ۱۵۰۰ سرتیري لري او د پارېس د پرېکړې له مخې به ټول له هغه ځایه ووځي.
دا ټول پرمختګونه په نیجر کې له کودتا وروسته رامنځته شول.
د نیجر د ولسمشرۍ ساتونکو ځواکونو د ۱۴۰۲ کال د اسد په میاشت کې د دغه هېواد ولسمشر محمد بازوم د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې دننه ونیول شو او له واکه لرې کړ.
دوه ورځې وروسته (۶ اسد ۱۴۰۲) د نیجر کودتاچیانو جنرال عبدالرحمن شیاني د دغه هېواد د نوي مشر په توګه اعلان کړ.
فرانسې د نیجر پوځي رژیم په رسمیت نه دی پېژندلی او ټینګار کوي، چې ګوښه شوی ولسمشر محمد بازوم باید واک ته راستون شي.
فرانسې په لویدیځه افریقا کې د اسلامپالو وسله والو ډلو سره د مقابلې لپاره په نیجر کې خپل پوځي ځواکونه ځای پر ځای کړي وو.
محمد بازوم د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د دغو ملېشو پر وړاندې په جګړه کې د لوېديځ مهم متحد و.