د اسراییل د دفاع وزیر یوا ګالانت د غزې تړانګې د "بشپړې کلابندۍ" امر کړی ترڅو هلته د "برېښنا، خوراکي توکو او سون توکو" د انتقال مخه ونیسي.
اسراییل هم اعلان کړی، چې د غزې هوايي حریم کنټرولوي او د سرحدونو له لارې د مالونو د ننوتلو او وتلو مخه نیسي.
د اسراییل د روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په دغه هېواد کې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.
د دغه راپور له مخې؛ ۲۲ تنه سخت ټپیان شوي دي.
پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۹۳ تنه وژل شوي او ۲۷۵۰ تنه ټپیان شوي دي.
د اسراییل پوځ تایید کړې، چې له غزې تړانګې سره د دغه هېواد پولې ته څېرمه د اسراییل په اوو یا اتو نقطو کې له حماس سره جګړه روانه ده.
د اسراییل د پوځ یوه ویاند هیله څرګنده کړې، چې د دوشنبې په ورځ تر میزان ۱۷ مې نیټې پورې به د دغه هیواد پوځ د دغو ټولو سیمو بشپړ کنټرول په لاس کې واخلي.
راپورونه وايي، چې د حماس ځواکونه اوس هم هڅه کوي چې د ځمکې له لارې اسراییل ته ننوځي.