د امریکا جمهوريت غوښتونکي سناتور لینډزي ګراهام پر اسراییل د حماس د برید په اړه د ایران د ملاتړ په غبرګون ویلي چې، «ایران باید د دې ملاتړ درنه بیه پرې کړي.»
هغه وویل چې د ایران د "نیابتي ډلو" لخوا د برید په صورت کې اسراییل او امریکا باید د ایران د تیلو د زیرمو ته لاس ور وغځوي.
ښاغلي ګراهام د یکشنبې په ورځ په اېکس پاڼه لیکلی چې، «ایران د حزب الله اصلي ملاتړی دی؛ هغه شیعه ترهګره ډله چې له لبنان څخه یې د اسراییل پر لور لسګونه توغندي توغولي دي.»
هغه زیاته کړه چې د حزب الله او نورو ایراني نیابتي ډلو لخوا برید به د اسراییلو دفاعي سیسټم لپاره ویجاړونکی وي.
تهران په ځلونو د حماس او د لبنان د حزب الله په څېر د وسله والوډلو څخه خپل ملاتړ اعلان کړی او له فلسطیني "مقاومت" ډلو یې غوښتي چې د اسراییل په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.
دغه امریکايي جمهوريت غوښتونکي سناتور خبرداری ورکړ چې که دا ډول برید وشي، نو اسراییل او امریکا باید د ایران د اقتصاد برخه، یعنې د ایران د تیلو زیرمې او د تېلو د چاڼ خونې له منځه یوسي.
هغه په کلکه خبرداری ورکړ چې د ایران «تروریستي رژیم» به په سیمه او نړۍ کې د ټولو بدلونونو او ورانیو بیه پرې کړي.