د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: د فلسطین او اسراییل جګړه باید ودرول شي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۷

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د عربي اتحادیې له عمومي منشي احمد ابوالغیط سره په کتنه کې ټینګار وکړ، چې د فلسطین او اسراییل جګړه باید ودرول شي.

سرګي لاوروف دا هم وویل، چې د جګړې د لامل او د دې وضعیت د قربانیانو د ملکي وګړو د ستونزو د حل لپاره د جګړې درول یوه اړتیا ده.

تاس خبري اژانس د دوشنبې په ورځ (د میزان ۱۷ مه) راپور ورکړی، چې ښاغلي لاوروف ویلي چې نه یوازې دا چې باید جګړه سمدستي ودروي، بلکې د ولسي خلکو ستونزه هم باید حل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا مخکې اعلان وکړ، چې مسکو د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې سمدستي اوربند وکړي او له تاوتریخوالي لاس واخلي.

هغه همداراز له حماس او اسراییل وغوښتل، چې په سیمه کې د اوږد مهاله او هراړخیزې سولې د رامنځته کولو لپاره د خبرو اترو بهیر پیل کړي.

د حماس او اسراییل ترمنځ سختې جګړې د نړۍ د مشرانو ترمنځ پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو