اسراییل د لبنان پر خاوره د برید اعلان وکړ

AP ۱۴۰۲ تله ۱۷

د اسراییل پوځ اعلان وکړ، چې د لبنان پر خاوره یې د هیليکوپټرو په وسیله برید کړی دی. دغه پوځ پر خپلې اېکس پاڼې لیکلي، چې اسراییلي ځواکونو "یو شمېر وسله وال چې له لبنان څخه د اسراییل خاورې ته داخل شوي وو له منځه وړي دي."

د اسراییل پوځ زیاتوي، چې وسله وال د لبنان له سویل څخه شمالي اسراییل ته ننوتلي وو او زیاته کړې یې ده، چې د دوی سرتیري به د سیمې پلټنې ته دوام ورکوي.

دا برید یوه ورځ وروسته له هغه شوی، چې د لبنان حزب الله ډلې د یکشنبې په ورځ (د تلې په ۱۶مه) اعلان وکړ، چې د شنبې په ورځ یې پر اسراییل د حماس د بریدونو په ملاتړ د اسراییل په شمال کې د «جبل دوف» سیمه په نښه کړه.

حزب الله ډلې په یوه بیان کې د دغو بریدونو مسوولیت منلی او اعلان یې کړی، چې دا کار یې د «فلسطین له مقاومت» سره په همکارۍ ترسره کړی دی.

نور خبرونه

رادیو