د ملګرو ملتونو د امنیت شورا بېړنۍ غونډه د حماس د بریدونو د غندلو له اعلان پرته تمامه شوه

AP ۱۴۰۲ تله ۱۷

پر اسراييل د حماس د بريدونو په اړه د ملګرو ملتونو د امنيت شورا بېړنۍ غونډه د دې شورا د ټولو غړو له يوه متحد دريځ ته له رسېدو پرته پای ته ورسېده.

د رسنیو د راپورونو له مخې؛ دغې شورا پر اسراییل د حماس د بریدونو د غندلو لپاره کومه ګډه اعلامیه خپره نه کړه.

د امنیت شورا د بندو دروازو ترشاه غونډه (د مېزان په ۱۶مه) د مالتا هېواد په غوښتنه جوړه شوه.

د اسراییل د روغتیا وزارت وايي، په دغه هېواد کې د حماس په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۰۰ اسراییلیان وژل شوي او ۲۳۸۲ نور ټپیان شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په ټپيانو کې د ۲۲ تنو روغتیايي حالت نازک دی.

پر غزې د اسراییل په بریدونو کې ۴۹۳ کسان وژل شوي او ۲۷۵۰ نور ټپیان شوي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازي مرستیال رابرټ ووډ ویلي، چې د امنیت شورا یو شمېر غړو د حماس دغه بریدونه غندلي دي.

هغه زیاته کړه، چې رسنۍ کولای شي د کوم یوه هېواد نوم واخلي چې دغه بریدونه یې نه دي غندلي.

د راپورونو له مخې؛ د دغه امریکايي ډېپلوماټ د نیوکې هدف روسیه وه.

د ووډ په وینا؛ امریکا غوښتنه کړې وه، چې د امنیت شورا ټول پنځلس غړي دې پر اسراییل د حماس بریدونه وغندي، خو داسې ونه شول.

په ورته وخت کې په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي واسیلي نبنزیا اسوشیټیډ پرېس ته ویلي، د واشنګټن دا ادعا چې روسیې د حماس بریدونه نه دي غندلي، حقیقت نه لري.

هغه وویل، چې د روسیې دریځ دا دی چې سمدستي شخړه ودروي، اوربند وکړي او د دواړو خواوو ترمنځ خبرې پیل کړي.

په ملګرو ملتونو کې د چین استازي ژانګ جون هم د حماس د نوم له اخیستو پرته ویلي چې بیجینګ پر ولسي وګړو برید غندي.

د هغه په ​​وينا؛ هغه څه چې اوس مهم دي د وضعيت د خرابېدو او د ملکي تلفاتو د زياتېدو مخنيوى دى.

په همدې حال کې رویټرز د دوشنبې په ورځ (د میران۱۷مه) راپور ورکړ، چې د امریکا مشهور سناتور چاک شومر په بیجینګ کې د چین د بهرنیو چارو له وزیر وانګ یي سره په کتنه کې وویل، چې د حماس د حملې په اړه د چین له دریځه مایوسه شوی دی.

شومر پر بیجینګ غږ وکړ، چې د اسراییل تر څنګ ودرېږي او د حماس له خوا «بزدلانه او وحشي» بریدونه وغندي.

نور خبرونه

رادیو