د جرمني د هامبورګ هوايي ډګر د یوې ایرانۍ الوتکې د ګواښ له امله خپلې الوتنې بندې کړې

AP ۱۴۰۲ تله ۱۷

د جرمني پولیسو اعلان وکړ، چې د هامبورګ هوايي ډګر د یوې ایرانۍ الوتکې د ګواښ له امله خپلې الوتنې وځنډولې.

د فيډرال پولیسو ویاند وویل، چې د دې ګواښ له خبرېدو وروسته هغه الوتکه چې له تهران څخه د هامبورګ په هوايي ډګر کې ښکته شوې وه، وپلټل شوه.

پولیسو ویلي، چې دوی ته د دې ګواښ په اړه د برېښنالیک له لارې خبر ورکړل شوی و.

د المان په شمال کې د هامبورګ د هوايي ډګر ویب پاڼې اعلان وکړ، چې د امنیتي تدابیرو له امله اوس مهال په دغه هوایي ډګر کې هېڅ الوتنه یا ناسته نه ترسره کیږي.

د پولیسو په وینا؛ په دغه الوتکه کې ۱۹۸ مسافر سپاره وو.

تر اوسه د الوتنو د بیا پیلولو په اړه څه نه دي ویل شوي.

په همدې حال کې د دوشنبې په ورځ د المان او فرانسې مشرانو په هامبورګ کې په یوه ځانګړې غونډه کې ګډون وکړ.

نور خبرونه

رادیو