د سي این این خبري شبکې راپور ورکړی چې د یکشنبې په ماښام د اسراییل په مرکز او د تل ابیب په شاوخوا سیمو کې د درنو چاودنو غږونه اوریدل شوي.
د دې شبکې په حواله، حماس ادعا کړې چې د تل ابیب په ښارګوټي کې یې د بن ګوریون په هوايي ډګر برید کړی.
د حماس پوځي څانګې، ګردان عزالدین قسام په یوې بیانیه کې ویلي چې، «پر اسراییل د دوی راکټي بریدونه، د ولسي وګړو د کورونو په وړاندې د جرمونو په ځواب کې دی.»
بن ګوریون د اسراییل تر ټولو لوی نړیوال هوايي ډګر دی.
د حماس د بریدونو له پیل وروسته، لویو هوايي شرکتونو اسراییل ته خپلې الوتنې ځنډولې دي.