پر غزې د اسرائیلو په غچ اخیستونکو بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۲۳۲ تنو ته ورسېد

AP ۱۴۰۲ تله ۱۶

د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د اسراییلو په ځوابي بریدونو کې لږ تر لږه ۲۳۲ تنه وژل شوي. دغه وزارت د ټپيانو شمېر ۱۶۰۰ تنه ښودلی.

تېره ورځ د فلسطین حماس ډلې پر اسراييلو بې شمېره توغندي ورولي و.

په اسرائیلو کې هم د حماس د بریدونو له امله د وژل شویو شمېر ۳۰۰ تنو ته رسېدلی او سلګونه نور ټپیان شوي دي.

حماس ډلې د شنبې په ورځ (د تلې۱۵مه) سهار وختي د اسرائیلو پر ښارونو زرګونه توغندي وتوغول.

د حماس یوه جګپوړي قوماندان محمد ضعیف دغه ګام د «القصی توپان» عملیاتو پیل وباله او ویې ویل چې حماس پر اسرائیلو پنځه زره توغندي توغولي دي.

د اسرائیلو پوځ ویلي، چې حماس پر دغه هېواد څه باندې دوه زره او۲۰۰ توغندي توغولي دي.

پر اسراییلو دغه ناڅاپي برید چې "بې مخینې" بلل شوی، د غزې په تړانګه کې د اسراییلي امنیتي ځواکونو د غچ اخیستونکو بریدونو لامل شو.

اسرائیلي پوځ ویلي، چې د دوی ځواکونو د غزېپه لسګونو ځایونو کې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو اعلان وکړ چې هیواد یې په «جګړه کې»دی او دوی به يې «ګټي»هغه خبرداری ورکړ چې «شمان» به د دې برید لپاره «بې ساری پور» پرې کړي.

پر اسرائیلو د حماس ناڅاپي برید د اسرائیلو د استخباراتي ادارو د وړتیاوو او فعالیت په اړه هم پوښتنې راپورته کړې دي.

د امريکا په ګډون يو شمېر لوېديځو هېوادونو د حماس دغه بريد غندلى او له اسرائيلو يې خپل ملاتړ اعلان کړى دى.

نور خبرونه

رادیو