د امریکا د کانګرس غړې مارجوري ټېلر ګرین د یکشنبې په ورځ وویل، چې حماس شاید هغه امریکايي وسلې چې افغانستان او اوکراین ته ورکړل شوې وې د اسراییل په حملو کې کارولي وي.
تر دې مخکې د اسراییل د پوځ یوه قوماندان ویلي وو، چې په افغانستان کې پاتې شوې امریکايي وسلې د غزې په تړانګه کې لیدل شوې دي.
میرمن ګرین له امریکایي چارواکو څخه وغوښتل چې "د اسراییل سره په همکارۍ دې د دغو وسلو سیریل شمېره معلومه او تصدیق کړي، چې د حماس له خوا د اسراییل پر وړاندې کارول کیږي".
د امریکا د استازو جرګې دغه غړې د حماس ډلې د وسلو د ځای په اړه پوښتنه کړې: "ایا له افغانستانه تر لاسه شوې دي؟" ایا له اوکراین څخه؟ په ډېر احتمال ښايي دواړه ځوابونه سم وي”.
امریکايي چارواکو تر اوسه په دې اړه خپل نظر نه دی څرګند کړی؛ خو جمهوري غوښتونکو په وار - وار په افغانستان کې د امریکايي وسلو د پاتې کېدو په اړه اندېښنه ښودلې، چې د وسله والو او ترهګرو لاس ته لوېږي.
د خېبر پښتونخوا په ادم خېلو درې کې د امریکايي وسلو د پېر او پلور د ګرم بازار په اړه هم راپورونه خپاره شوي دي.
طالبانو بیا په وار- وار له افغانستان څخه نورو هېوادونو ته د وسلو قاچاق رد کړی دی.
په ورته وخت کې د اسراییل امنیتي کابینې په رسمي ډول اعلان وکړ، چې هېواد یې له حماس سره په جګړه کې دی.
د حماس ډلې او اسراییل تر منځ په نښته کې د حماس له لوري د امریکايي وسلو د استعمال مساله هغه وخت ګرمه شوه، چې د اسراییل یوه قوماندان له حماس ډلې له سرتېرو څخه د پاتې شویو وسلو انځورونه خپاره کړل او ویې ویل، چې دا هغه وسلې دي، چې امریکا په افغانستان کې خپلو متحدینو ته ورکړې وې.