حماس: پر اسرايیلو برید د ایران په ملاتړ تر سره شوی

AP ۱۴۰۲ تله ۱۶

د حماس یوه ویاند غازي حمد ویلي، چې د شنبې په ورځ پر اسراییلو په برید کې دغې ډلې د ایران ملاتړ درلود.

ښاغلي حمد د بي بي سي نړیوالې برخې ته ویلي، په دغو بریدونو کې نورو هیوادونو هم له حماس سره مرسته کړې، خو هغه د هیوادونو نومونه نه دي یاد کړي.

خو د بایډن د حکومت یوه جګپوړي چارواکي ویلي چې تر اوسه په دې بریدونو کې د ایران د مستقیم رول په اړه څه ویل ناشوني دي.

د فرانسې خبري آژانس د راپور له مخې، دغه چارواکي چې نوم یې نه دی یاد شوی ویلي، د حماس په دغه برید کې د ایران د "مستقیم" رول په اړه څه ویل ته لا وختي دي.

تهران په دوامداره ډول د حماس او د لبنان حزب الله په څېر د وسله والو ډلو څخه په ښکاره خپل ملاتړ اعلان کړی او په فلسطیني "مقاومت" ډلو یې غږ کړی چې د اسراییلو په وړاندې خپل بریدونه زیات کړي.

د حماس له لوري د بریدونو نوی پړاو په داسې حال کې شوی چې د تل ابیب او ریاض تر منځ د اړیکو د عادي کولو لپاره خبرې روانې دي.

ایران د اسرائیلو او د سیمې د هیوادونو تر منځ د اړیکو ټینګول په کلکه غندلي دي، ځکه وېره لري چې دغه موضوع به په سیمه کې د تهران د څنډې ته کېدو لامل شي.

حماس د شنبې په ورځ د «الاقصی توپان» د عملیاتو د پیلولو له اعلان وروسته د اسرائیلو پر ښارونو زرګونه توغندي ور وتوغول. په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۳۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۱۶۰۰ټپيان شوي دي.

د اسرائیلو پوځ د یکشنبې په ورځ د (تلې۱۶مه) سهار اعلان وکړ چې لا هم د اسرائیلو په سویلي سیمو کې له حماس سره په جګړه بوخت دي.

له دغو بریدونو وروسته اسرائیلي پوځ هم په غزه کې د حماس پر مرکزونو پراخ بریدونه پیل کړل. د فلسطین د سرې میاشتې د معلوماتو له مخې، پر غزې د اسرائیلو په بریدونو کې تر اوسه ۲۵۰ کسان وژل شوي او تر ۷۰۰ډېر ټپیان شوي دي. خو دا شمېرې له نورو هغو سره توپیر لري.

نور خبرونه

رادیو