د امریکا ولسمشر جوبایډن له بنیامین نتنیاهو سره په ټیلیفوني خبرو کې ویلي، چې امریکا د اسراییل تر څنګ ولاړه ده او له ځانه د دفاع لپاره د اسراییلو د حق ملاتړ کوي. د اسراییل لومړي وزیر هم ویلي، چې د دوی د بریا لپاره «قوي او اوږدمهاله کمپاین» ته اړتیا ده.
د حماس وسله والې ډلې د شنبې په ورځ (د تلې په ۱۵ مه) سهار وختي پر اسراییل شاوخوا ۵۰۰۰ توغندي وتوغول. تر دې برید وروسته اسرایییل هم د غزې په تړانګه کې د حماس د وسله والو وپر مرکزونو بریدونه وکړل.
د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي، چې لا غزې پر تړانګه د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۱۹۸ فلسطینیان وژل شوي او تر زرو ډېر نور ټپیان شوي دي.
اسراییل هم تایید کړې، چې د حماس په راکټي بریدونو کې لږ تر لږه ۴۰ اسراییلیان ژل شوي دي.
د اسرائیلو لومړي وزیر د فرانسې، هالنډ، امریکا او د اسلامي جمهوریت له مشرانو سره په مختلفو کتنو کې د دغو هېوادونو د ملاتړ اعلان وکړ.
خو روسیې په فلسطین او اسرائیلو کې له ښکېلو غاړو غوښتي، چې سمدستي اوربند اعلان کړي او تاوتریخوالی ودروي.
د مصر د بهرنیو چارو وزیر هم د مرګ ژوبلې او تاوتریخوالي د مخنیوي لپاره د زغم غوښتنه کړې.
همداراز، د ایران د پارلمان غړو په یوه عامه غونډه کې د اسراییلو پر وړاندې د حماس د وروستي عملیاتو څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او «مرګ په اسراییلو» شعارونه یې ورکړل.