د فلسطین روغتیا وزارت: د اسراییل په هوايي بریدونو کې ۱۶۱ تنه وژل شوي او ۹۳۱ نور ټپیان دي

AP ۱۴۰۲ تله ۱۵

د فلسطین د روغتیا وزارت تایید کړه، چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل په بمباریو کې ۱۶۱ کسان وژل شوي او ۹۳۱ نور ټپیان دي.

تر دې مخکې د اسراییل پوځ ویلي وو، چې د غزې تړانګې ته څېرمه یې د «اوسپنېزو تورو» په نوم عملیاتو کې د حماس پر مرکزونو بریدونه کړي دي.

یوې پوځي سرچینې اسراییل ټایمز ته ویلي چې جنګي الوتکو تر اوسه له ۱۶ ڼنو زیات مهمات غورځولي دي.

همداراز، وروستی شمېر ښيي چې پر اسراییل د حماس راکټي او ځمکني برید کې لږ تر لږه ۴۰ تنه وژل شوي او ۷۴۰ نور ټپیان شوي دي.

نور خبرونه

رادیو