د کوویډ-۱۹ واکسین په ایجاد کې دوو ونډه لرونکو پوهانو د نوبل جایزه وګټله

AP ۱۴۰۲ تله ۱۰

د فزیولوژي او طب په برخه کې د نوبل جایزه دوه پوهانو ته ورکړل شوه، چې د کوویډ - ۱۹ لپاره د mRNA واکسینونو جوړولو ټیکنالوژي یې رامنځته کړې ده.

کاتالین کاریکو د هنګري بایو کیمیا پوه او ډرو ویسمن یو امریکایی ډاکټر دی، چې د دوشنبې په ورځ د ۲۰۲۳ کال د نوبل جایزې ګټونکي اعلان شول.

په ټوله نړۍ کې میلیونونو خلکو د دې دوه ساینس پوهانو لخوا رامنځته شوي ټېکنالوژۍ څخه ګټه پورته کړې، ترڅو د کوویډ - ۱۹ وبا څخه ځان وژغوري.

هغه ټېکنالوژي، چې دغو دوو امریکايي او هنګري پوهانو اختراع کړې وه، اوس د سرطان د واکسین د تولید په برخه کې د څېړنې لپاره کارول کیږي.

آغلې کیریکو په RNARx شرکت کې د مدیرې په توګه کار کړی او اوس مهال د بیوان‌تک درمل جوړونې مديره ده. هغه د پنسلوانیا په پوهنتون کې پروفیسوره هم ده.

د ډرو ویسمن څېړنیز فعالیت بیا د آر ان اې واکسینونو د جوړولو بنسټ اېښودل وو.

نور خبرونه

رادیو