د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر شتون اندېښنه څرګنده کړه

AP ۱۴۰۲ وږی ۳۰

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د کلنۍ ناستې په څنډو کې په نیویارک کې سره لیدلي.
ابراهیم رییسي او امام علي رحمان په دغې لیدنه کې « په افغانستان کې د ترهګرو پر حضور او فعالیت» اندېښنه څرګنده کړې.

د ایران او تاجکستان ولسمشرانو په افغانستان کې د ټیکاو پر راوستو او د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د همغږۍ د زیاتوالي په موخه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ګډو غونډو د جوړېدو پر اړتیا هم ټینګار وکړ.
د ایران ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره لیکلي، چې د ایران او تاجکستان مشرانو د سه شنبې په ورځ د (وږي په ۲۸مه) سره لیدلي دي.
په دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې ښاغليو رییسي او رحمان په دغې لیدنه کې د سیمې هېوادونو په کورني چارو کې د پردیو نه لاسوهنه د تل پاتې امنیت په رامنځته کېدو کې اړینه بللې ده.
د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د سوداګرۍ او اقتصادي کچې پر لوړولو او همدارنګه په نړۍوالو سازمانونو کې د ایران او تاجکستان پر تعاملاتو ټینکار کړی.
په تېرو دوو کلونو کې د تاجکستان ولسمشر په وار، وار په افغانستان کې د ترهګرو ډلو پر فعالیت اندېښنه ځرګنده کړې.
امام علي رحمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې افغانستان او په ځانګړې توګه شمالي ولایتونه د نړۍوالو ترهګرو په ښوونیز مرکز بدل شوي دي.

نور خبرونه

رادیو