د انتقالي عدالت او سولې نړۍوال سازمان وایي، چې د افغان څارنوالو د شکنجه کولو، ګواښلو او وژلو په اړه د اسنادو له راغونډولو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د افغان څارنوالو ژوند ته اندېښمن دي.
یاد سازمان په یوه بیان کې ویلي، چې امریکا د افغانستان د څارنوالو د ټولنې یو شمېر راپورونه تر لاسه کړي، چې ډېر اندېښمنوونکي دي.
د دغه سازمان په راپور کې ویل شوي، چې د ۲۰۲۱م کال د اګسټ له پنځلسمې راوروسته نېږدې ۲۹ څارنوالان د طالبانو او یو شمېر جنایتکارو ډلو له خوا شکنجه او وژل شوي دي.
راپور زیاتوي، چې یو شمېر جنایتکاران د طالبانو له خوا له زندانونو خوشې شوي او دوی د افغان څارنوالانو پر وړاندې ګڼ ګواښونه رامنځته کړي دي.
تر دا مهاله طالبانو د انتقالي عدالت د نړۍوال سازمان د راپور په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې د ګڼو نړۍوالو سازمانونو دا ډول راپورنه د طالبانو له خوا رد شوي وو.
د یادونې وړ ده، چې تېره میاشت ملګرو ملتونو په یوه خپاره شوي راپور کې ویلي وو، چې طالبانو د پخواني حکومت یو شمېر نظامیان ګواښلي، شکنجه کړي او ان وژلي دي.