د ملګرو ملتونو سرمنشي: د افغانو ښځو او نجونو حقونه په سیستماتیک ډول تر پښو لاندې کیږي

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۸

د ملګرو ملتونو سرمنشي د سې شنبې په ورځ د دغه سازمان په عمومي غونډه کې وویل، چې طالبانو په سیستماتیک ډول په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه تر پښو لاندې کړې دي.

انټونیو ګوتریش همداراز زیاته کړه، چې د افغانستان ۷۰ سلنه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

په دې غونډه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپله وينا؛ کې له هېوادونو وغوښتل چې د افرادو د بنسټيزو حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍوال منشور رعايت کړي.

ښاغلي ګوتریش وویل: «له بده مرغه په ​​دې برخه کې لازم پرمختګ نه دی شوی».

د هغه په ​​وينا؛ لا هم په بېلابېلو هېوادونو کې ډېرې ښځې د معاش، حقونو او مساوي سياسي مشارکت له پلوه تر نارينه و وروسته پاتې دي.

انټونیو ګوتریش ویلي، د ښځو حقونه او ازادۍ له ګواښ سره مخ دي.

هغه وويل: "په ځينو هېوادونو کې ښځې د زياتو جامو اغوستلو او په ځينو هېوادونو کې د نیمه جامې اغوستلو له امله مجازات کېږي."

هغه د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «موږ باید په یاد ولرو، چې جنسیتي برابري ستونزه نه ده، بلکې د ستونزې د حل لاره ده. جنسي برابري د ښځو لپاره احسان نه دی، بلکې زموږ د بریا او سوکالۍ لپاره یو شرط دی.»

د هغه په ​​​​وینا؛ د بشري حقونو د نړۍوال منشور له خپرېدو 75 کاله وروسته "موږ لا تر اوسه خپل ټول اهداف نه دي ترلاسه کړي."

د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل، په نړۍ کې تر یو نیم ملیارد زیات خلک په فقر کې ژوند کوي.

د هغه په ​​وينا؛ په ځينو هېوادونو کې توکميز او نژادي تبعيض قانوني دى.

ښاغلي ګوتریش دا هم وویل، چې په ځینو مواردو کې په هېوادونو کې د کډوالو مخ "بد او منفي" ښودل شوی دی. سربیره پردې، هغه وویل؛ غیرقانوني بند او د مرګ سزا لاهم په نړۍ کې "پراخه" ده.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له هېوادونو وغوښتل چې بشري حقونه او بشري کرامت د خپلو اقتصادي، ټولنیزو او کډوالۍ پالیسيو په مرکز کې وساتي.

د مصنوعي استخباراتو خطرونه

د ملګرو ملتونو سرمنشي د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په لومړۍ ورځ د مصنوعي استخباراتو د ټکنالوژۍ له امله رامنځته شوي خطرونه او ګواښونه په ګوته کړل.

انټونیو ګوتریش نړۍ ته د نوې ټېکنالوژۍ لخوا رامنځته شوي ګواښونو ته د ځواب ویلو غوښتنه وکړه.

هغه خبرداری ورکړ چې دا ټېکنالوژي ممکن په ډېری قضیو کې ګټورې وي؛ مګر په نورو برخو کې ښايي ستونزې پېښې کړي.

هغه مصنوعي ذکاوت ته په اشارې سره وویل: "ډېر تخنیکي خطرونه به په راتلونکي کې پېښ نه شي، مګر موږ اوس ورسره مخ یو."

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په وینا؛ په ټولنیزو شبکو او نورو ډیجیټل شبکو کې د جعلي خبرونو او کرکې ډک بیانونه په بې ساري سرعت سره پراخیږي.

ښاغلي ګوتریش وویل: "هغه ټېکنالوژي چې موږ یې لرو [د دې ستونزې لپاره] د حل موندلو اوږده لاره ده." موږ باید ژر تر ژره عمل پرې وکړو."

نوموړي ټینګار وکړ، چې نوې ټېکنالوژي د کنټرول نويو ډولونو ته اړتیا لري. هغه له هېوادونو وغوښتل، چې د شرايطو د زياتوالي او د دغو تخنيکونو د زيانونو د کمولو په برخه کې همکاري وکړي.

د ملګرو ملتونو عمومي رسمي غونډه د سې شنبې په ورځ (د وږي ۲۸مه) پیل شوه. په دې غونډه کې د نړۍ یو شمېر مشرانو ویناوې وکړې.

نور خبرونه

رادیو