د م.م عالي کمېشنر ایران کې د ښځو ازادۍ او پاکستان کې د لږکیو حقونو سرغړونې ته اندېښمن دی

AP ۱۴۰۲ وږی ۲۱

په داسې حال کې چې د مهسا امیني له مړینې یو کال تېریږي؛ خو د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر د هغې د مړینې په اړه د ایران د حکومت توضیحات کافي نه بولي او په ایران کې د ښځو له ازادۍ څخه د سرغړونې په زیاتېدو اندېښنه لري.

ولکر ترک په پاکستان کې د مذهبي لږکیو لکه د مسیحیانو د حقونو د سرغړونې په اړه هم اندېښمن دی.

د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر ولکر ترک د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په ۵۴مه غونډه کې د وینا په ترڅ کې د بې وزلۍ، جګړې، بې ځایه کیدو، بې عدالتۍ، استثمار، د بشري حقونو د ناورین، چاپيريالي ناورین او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د داسې نورو مسایلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

ولکر ترک د خپلې وینا په یوه برخه کې د ایران د ښځو وضعیت او هلته لګېدلو محدودیتونو ته هم اشاره وکړه.

هغه د نوي قانون تصويب چې پر بنسټ يې د هغو ښځو لپاره چې د جبري پوښښ اصول نه مراعاتوي، د سختو سزاوو ورکړه د اندېښنې وړ مسلې وبللې.

نوموړي همداراز زیاته کړه چې، "په ایران کې د مهسا امیني له مړینې یو کال وروسته زه ژور اندېښمن یم، چې نوی قانون دا مهال د هغو نجونو او ښځو لپاره تر غور لاندې دی چې د جبري حجاب قوانین نه مني، د دوی پر سفرونو بندیز دی او ټولنیزو خدمتونو ته هم لاس‌رسی نه‌لري."

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي د هغو ښځو د قانوني څارنې د څو برابره زیاتېدو یادونه هم وکړه، چې د حجاب اړوند قوانین یې تر پښو لاندې کړې دي.

د ایران په ګډون په پاکستان کې هم د لږکیو په ځانګړې توګه د عیسویانو په شان د مذهبي اقلیتونو په وړاندې د تاوتریخوالي زیاتوالی یو له هغو نورو موضوعګانو څخه دی، چې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ورته اشاره کړې ده.

ښاغلي ترک د پاکستان د فیصل‌اباد په یوه سیمه کې د لسګونو کلیساوو سوځول او د عیسویانو د کورونو لوټېدل هم د اندېښنې وړ وبلل.

هغه وايي، چې په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي په قانون کې د تعدیلاتو مسوده د هغو بدلونونو څخه یو لوی ګام دی چې د بشري حقونو د نړۍوالو سازمانونو له‌خوا یې غوښتنه شوې وه.

نور خبرونه

رادیو