

لږ تر لږه لسو مېرمنو د افغانستان انټرنشنل سره په جلا - جلا مرکو کې ویلي، چې طالبانو د جنسي تېري ترڅنګ جنسي ځورولې دي. له دغې ډلې اتو مېرمنو ویلي، چې پر هغوی تېری شوی او دوو نورو مېرمنو بیا ویلي، چې طالبانو د پوښتنو ګروېږنو پرمهال د دوی د لوڅ بدن څخه عکسونه او ویډیوګانې اخیستې دي.
له پاخه سړک نه په لږه فاصله کې څو ځایه خټین کورونه یو له بل سره نږدې پراته دي. د دې کورونو خړ دیوالونه له غرني چاپېریال سره ورته ښکاري. د کورونو مخې ته واړه موټر او یونیم دوکان هم لیدل کیږي، خو سیمه تقریباً غلې او له لرې له خلکو خالي ښکاري.
واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته په افغانستان کې د نورو مذهبي لږکیو ترڅنګ سلفيان هم له سختو بندیزونو او ننګونو سره مخ شوي دي. طالبانو د سلفیانو د جوماتونو امامانو ته ویلي، چې خپلې ځینې مذهبي کړنې ترسره نه کړي او تر سخت څار لاندې یې راوستي دي.
د سوریې او منځني ختیز په جبهو کې یو ماته خوړلی ځواک له متفاوتې مذهبي ایډیالوژۍ سره د افغانستان په کندهار کې چې د طالبانو د واک سرچینه او تصمیم نیوونکی مرکز ګڼل کیږي، په ارامه د نفوذ په حال کې دی. دا نفوذ په یوه شپه کې نه دی رامنځته شوی؛ بلکې د تهران د هغې ستراتیژۍ برخه ګڼل کیږي.
د افغانستان ورزشي لوبغالي، چې یو وخت خلک د کرېکټ، فوټبال، وزلوبو او کنسرټونو نندارې ته ورتلل، اوس د طالبانو له خوا د قصاص او بدني سزاوو په ډګرونو بدل شوي دي. دغه لوبغالي چې د خلکو د خوشحالۍ، ورورولۍ، نڅاوو او ورزش شاهد وو، اوس پکې وېره او د سلګونو کسانو ترخې خاطرې پرتې دي.
دا په کابل کې د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر میاشتې خورا سړه ورځ وه. حاجي شېر محمد خپلو دریو لوڼو ته ځیر و، چې کتابچې او کتابونه یې سره راټول کړل او د کوټې په کونج کې یې کېښودل. ۲۴ کلنې مشرې لور یې، چې د طب پوهنځي د دویم کال محصله وه، هیله درلوده ډاکټره شي؛
د کندهار ښار په یوه متوسط کور کې ۲۴ کلنه جمیله په خپل زاړه لپټاپ کې لګیا ده، خپل رسنیز توکي يو په بل پسې ډیلیټ کوي او وروسته لپټاپ غلی کوي. د کور فضا غلې او ارامه ده، خو ترڅنګ کوڅه کې د طالبانو له یوه رېنجر موټر نه د ترانې لوړ غږ اورېدل کیږي.
د افغانستان انټرنشنل – پښتو د څېړنو له مخې، د طالبانو د استخباراتو په عمومي او ولایتي ریاستونو کې تورنو اشخاصو ته ۳۱ ډوله بېلابېلې شکنجې ورکول کیږي. په دغه راپور کې افغانستان انټرنشنل – پښتو له ۳۸ هغو کسانو سره خبرې کړې چې د طالبانو استخباراتو نیولي وو او هلته شکنجه شوي دي.
د افغانستان انټرنشنل د موندنو له مخې د امو سیند د نفتو په پروژه کې پراخې قانوني او مقرراتي سرغړونې شوې دي. د افغانستان انټرنشنل د یوه څېړنیز راپور پر اساس؛ په دې قرارداد کې یو له مهمو قانوني سرغړونو څخه د نړۍوالو او کورنیو شرکتونو د ګډون لپاره د ازادې داوطلبۍ نه ترسره کول دي.
د هایلکس ټویوټا موټر دغه غږ د پکتیکا په دې له دوړو او ګڼه ګوڼې ډک بازار کې د ډېرو لپاره د پېژندګلوي وړ دی. د دوکان پر سر د طالبانو سپین بیرغ هسک دی او حاجي مطیع الله دننه له یوه بل تن سره، چې د طالبانو مخکینی سرګروپ دی، د امریکايي او چینايي اېم فور وسلو پر معامله بوخت دی.
نن (د جون ۵مه) د چاپېریال ساتنې له نړۍوالې ورځې سره سمون لري؛ خو افغانستان دغه ورځ داسې مهال نمانځي، چې د اقلیمي بدلونونو له امله ترټولو ډېر اغېزمن هېواد دی.
د لومړي ځل لپاره په نولسمه پېړۍ کې کارګرانو په امریکا او اروپا کې د کار شرایطو، ساعتونو او حقونو د لا ښه والي لپاره مبارزې پیل کړې. په دې لسیزه کې، د صنعتي انقلاب په ترڅ کې کارګران د سختو کاري شرایطو او اوږدو کاري ساعتونو سره مخامخ شول.
د ۹۰یمې لسیزې په پیل کې کله چې دا د طالبانو ډله رامنځته شوه، یو شمېر محدود شمېر تاجک قوماندانان له دغې ډلې سره یو ځای شول. د دوی مطرحې څېرې ډېرې کمې دي او د طالبانو له لیکو سره د یو ځای کېدو عوامل یې هم توپیر لري.