اسراییلي بریدونو په غزه کې ۱۰ تنه فلسطینیان وژلي

۶۰ دقيقې مخکې

اسرايیلي هوايي بریدونو د چارشنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې ۱۰ فلسطینیان وژلي دي.

ډاکترانو وویل چې دوه کسان د غزې ښار په ختیزه شجاعیه سیمه او څلور نور د نږدې زېتون په سیمه کې وژل شوی. درېیم هوايي برید د خان یونس لویدیز پلو په مواسي سیمه کې څلور فلسطینیان وژلي دي.

د اسراییل پوځ ویلي چې ځواکونو یې پر اسراییلي سرتېرو د وسله والو له ډزو وروسته په ټوله غزه کې د حماس پر هدفونو بریدونه کړي دي.

د رویټرز د رپوټ له مخې، پرله‌پسې ډزې ښيي چې اوربند ډېر نازک حالت لري.

اسراییل او حماس یو بل تورنوي چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب له شوې موافقې سرغړونه کوي.

نور خبرونه

رادیو