ترکیه وايي چې په نسکوره شوې الوتکه کې یې ۲۰ سرتېري وژل شوي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۱

ترکیې اعلان کړی چې د جورجیا په پولو کې د پرېوتې الوتکې په پېښه کې یې شل سرتېري وژل شوي دي.

دغه سي ۱۳۰ بار وړونکې الوتکه له اذربایجان نه ترکیې ته روانه وه چې د کاخېتي ولایت په سیغناګو سیمه کې راولوېده. د پېښې لامل لا نه دی څرګند، خو د ترکیې او جورجیا چارواکو څیړنې پیل کړې دي.

د پېښې له ځایه خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې الوتکه ټوټې شوې او سوځېدلې ده.

د ترکیې دفاع وزارت د وژل شویو شلو سرتېرو نوملړ خپور کړی دی.

نور خبرونه

رادیو