د امریکا سنا د فدرالي حکومت د بیا پرانیستلو لپاره مثبته رایه ورکړه

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د امریکا سنا د دوشنبې په ورځ د فدرالي حکومت د بیا پرانیستلو لپاره مثبته رایه ورکړه. د حکومت دغه بندښت مېلیونونه خلکو ته د خوړو مرستې اغېزمنې کړې، د سلګونه زره فدرالي کارکوونکو تنخواوې یې وځنډولې او د هوايي سفرونو چارې یې ګډوډې کړې.

د امریکا سنا د ۶۰ مثبتو او ۴۰ مخالفو رایو سره د حکومت د بیا پرانیستلو لپاره وړاندې شوې طرحه تصویب کړه، چې د سنا اکثریت جمهوري غوښتونکو او اتو ډېموکراټانو یې ملاتړ کاوه.

اوس دغه طرحه د استازو جرګې ته وړاندې کېږي. د سنا مشر مایک جانسن ویلي، چې غواړي ډېر ژر دغه طرحه تصویب کړي او ولسمشر ته یې د لاسلیک لپاره واستوي.

نور خبرونه

رادیو