اروپايي او امریکایي سرچینې: په دوو برخو د غزې د وېش احتمال زیات شوی دی

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

رویټرز د اروپايي او امریکايي سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې په دوو برخو د غزې تړانګې د وېش احتمال زیات شوی، یوه برخه به د اسراییل تر کنټرول لاندې وي او بله برخه به د حماس تر ادارې لاندې وي.

دا موضوع په داسې حال کې پیاوړې شوې، چې د ډونالډ ټرمپ د اوربند د پلي کېدو طرحه په غزه کې له کړکېچ سره مخ شوې ده.
رویټرز خبري اژانس د سې شنبې په ورځ (د لړم ۲۰مه) د شپږو اروپایي چارواکو او یوه پخواني امریکايي چارواکي په حواله راپور ورکړی، چې د ټرمپ د برنامې پلي کول درېدلي او د غزې بیا رغونه ښايي یوازې په هغو سیمو کې پیل شي، چې د اسراییل تر کنټرول لاندې دي. هغوی خبرداری ورکړی، چې دا وضعیت ښايي د «کلونو جلاوالي او د غزې د عملي وېش» لامل شي.
د اسراییل پوځ اوس مهال د غزې ۵۳ سلنه برخه تر کنټرول لاندې لري، چې په دې کې د کرنیزو ځمکو لویه برخه، د رفح سوېلي سیمه، د غزې ښار ځینې برخې او نورې ښاري سیمې شاملې دي. شمالي غزه هم اوس د اسراییل او حماس ترمنځ وېشل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې اوسمهال د غزې نږدې ټول دوه میلیونه نفوس په کمپونو کې د خیمو لاندې او د غزې په ویجاړو سیمو کې ژوند کوي.
اروپايي او امریکایي سرچینو رویټرز ته ویلي، چې که واشنګټن د نتنیاهو پر حکومت فشار وارد نه کړي، اسراییل به له «ژېړې کرښې» څخه شا ته نه شي او په عملي ډول به دغه کرښه په غېر رسمي توګه د غزې په هغو سیمو کې چې د حماس او اسراییل تر کنټرول لاندې دي، جلا کړي.
اروپايي او عربي هېوادونه د دې غوښتنه کړې، چې په لوېدیځه غاړه کې د فلسطین یو خپلواک دولت رامنځته شي او د فلسطین د پولیسو په ګډون څو مليتي ځواک جوړ شي، څو د غزې په ځای کې د حماس بدیل شي.

نور خبرونه

رادیو