د هند لومړی وزیر: د ډیلي د چاودنې عاملان به هیڅکله ونه بښل شي

AP ۱۴۰۴ لړم ۲۰

د هند لومړي وزير نرېندرا مودي ویلي چې د ډیلي په لال قلعه (سره کلا) کې د دوشنبې ماښام چاودنې عاملان به ژر تر ژره وپېژندل شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

هغه زیاته کړې چې په دې دسیسه کې لاس لرونکي به هېڅکله ونه بښل شي.

مودي، چې دا مهال د بوتان هېواد په سفر دی، وویل، چې حکومت یې د دې پېښې د ټولو عاملانو پر پېژندلو کار کوي او هر هغه څوک چې په دې پېښه کې ښکیل وي، د عدالت منګولو ته به وسپارل شي.

د هند د کورنيو رسنيو د راپورونو له مخې، دا چاودنه د دوشنبې په ماښام په ډیلي کې د لال قلعې (سرې کلا ) مخې ته وشوه، چې لږ تر لږه ۸تنه پکې وژل شوي او ۲۰نور ټپيان دي.

د پولیسو د لومړنیو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال وشوه چې یو موټر ترافیکي سره څراغ ته ودرېد او له څو شېبو وروسته پرې د چاودېدونکو توکو دروند بار وچاودېد. نږدې ولاړو موټرو ته هم سخت زیان رسېدلی دی.

پولیسو ویلي چې پېښه د هند د ترهګرۍ ضد د سخت قانون له مخې څېړل کېږي، او د استخباراتي ادارو ځانګړې ډلې د شواهدو راټولولو او د احتمالي شبکې د موندلو لپاره ګومارل شوې دي.

لال قلعه یا سره کلا د هند د مغولي دورې یو تاریخي یادګار دی، چې د ۱۷مې پېړۍ د مغولي معمارۍ له غوره بېلګو ګڼل کېږي. دا ځای د هند د پلازمېنې یو مهم سیاحتي مرکز دی او هر کال زرګونه کورني او بهرني سیلانیان ورځي.

د هند حکومت ویلي چې د امنیتي تدابیرو د پیاوړتیا او د پېښې د عاملانو د نیولو لپاره به ټولې ممکنې لارې چارې وکاروي.

نور خبرونه

رادیو