سوداګرو له طالبانو وغوښتل چې پاکستان کې بند پاتې سوداګریزو توکو ازادولو ته حل لاره ومومي

AP ۱۴۰۴ لړم ۱۹

یو شمېر افغان سوداګرو د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت له سرپرست سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو لپاره حل لاره ومومي.

یو شمېر افغان سوداګرو او په ځانګړې توګه د کندهار او ختیځو ولایتونو سوداګرو د دوشنبې په ورځ (د لړم ۱۹مه) د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي سره په کتنه کې له هغه وغوښتل، چې په پاکستان کې د دوی د بند پاتې سوداګریزو توکو د ازادولو مسله وڅاري.

د دغه وزارت د خبرپاڼې له‌مخې، نورالدین عزیزي ژمنه وکړه چې دغه موضوع به په جدي توګه وڅاري.

د طالبانو او پاکستان ترمنځ له جګړو وروسته پاکستان له افغانستان سره ټولې سوداګریزې لارې وتړلې، خو د تورخم دروازه څو ورځې وړاندې یوازې له پاکستان څخه د اېستل کېدونکو افغان کډوالو پر مخ پرانېستل شوې ده.

نور خبرونه

رادیو