سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ د بایډن هغه مقررات لغوه کړل، چې د موټرو تولیدوونکي یې د لوړ لګښت لرونکو محدودیتونو تابع کړي وو.
سپینې ماڼۍ څرګنده کړې، چې دا ګام به د امریکایي مصرفوونکو لپاره لویه ګټه ولري او امریکایان به تر راتلونکو پنځو کلونو پورې ۱۰۹ میلیارد ډالره سپما کړي.
سپینې ماڼۍ دغه اقدام د امریکایي تولید د ملاتړ او د مصرفوونکو د اقتصادي اسانتیا لپاره یوه ستره بریا بللې ده.

